سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۵۷

وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَيِّتٍ فَأَنْزَلْنَا بِهِ الْمَاءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۚ كَذَٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 57 ٥٧

او دى همغه ذات دى چې هواګانې لېږي، چې د هغه له رحمت نه وړاندې زېرى وركوونكې وي، تر دې چې كله دا (هواګانې) درنې ورېځې راپورته كړي (، نو) مونږ هغه مړ ښار ته روانوو، نو مونږ په دې سره اوبه نازلوو، نو په هغو سره هر قسمه مېوې راوباسو، همدارنګه به مونږ مړي راوباسو، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ (۵۷)

تفسیر
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږي هواګانې زیری ورکوونکی په باران سره، تر دې چې بار کړي دا هواګانې وریځو لره چې درنې وي په اوبو سره نو مونږ بوځو دغو وریځو لره داسې یو ښار ته چې وچ وي نو مونږ په دغه ښار باندې اوبه رانازلې کړو، نو راوباسو مونږ په دې اوبو سره د هر قسم میوو نه، په شان د راویستلو د میوو په دې طریقې سره؛ راوباسو مونږ مړي د خپلو قبرونو نه ژوندي، مونږ دا کار د دې لپاره وکړ چې امید دی تاسو به -ای خلکو- رایادکړئ د الله تعالی قدرت او د هغه نا اشنا جوړول، او دا به رایادکړئ چې بیشکه هغه د مړو په ژوندي کولو قادر دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ