سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۵۹

لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ 59 ٥٩

یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه په تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم (۵۹)

تفسیر
یقینا مونږ نوح -علیه السلام- پیغمبر لیږلی و خپل قوم ته چې هغوی یې رابلل د الله تعالی یووالي ته، او پریښودلو د عبادت د بل چا ته، نو هغوی ته یې وویل: ای زما قومه! بندګۍ وکړئ یوازې الله تعالی لره، نو نشته تاسو لره څوک لایق د عبادت په حق سره پرته له هغه نه، بیشکه زه ویریږم په تاسو باندې -ای زما قومه- د عذاب د ورځې لویې نه په حالت د همیشوالي ستاسو په کفر باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ