سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۶۳

أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ 63 ٦٣

ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى په داسې سړي چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي او د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ او د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي (۶۳)

تفسیر
آیا ستاسو تعجب او حیرانتیا یې راوپاروله دې خبرې چې راغله تاسو ته وحې او پند ستاسو د رب له طرف نه د داسې یو سړي په ژبه چې تاسو یې پیژنئ؟! نو په تحقیق سره هغه په تاسو کې رالوی شوی، او دروغجن او ګمراه هم ندی، او د بل جنس نه هم ندی، تاسو ته د دې لپاره راغلی چې تاسو د الله تعالی له عذاب څخه وویروي که چیرته تاسو دروغجن وګاڼه او د هغه نافرماني مو وکړه، او د دې لپاره چې تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ په عملې کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او په دې امید چې په تاسو به رحم وشي که چیرته مو پرې ایمان راوړ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ