سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 64)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۶۴
فَكَذَّبُوهُ فَأَنْجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا عَمِينَ
نو هغوى دا دروغژن وګاڼه، نو مونږ هغه ته او هغو كسانو ته چې له ده سره په كشتۍ كې وو، نجات وركړ او هغه كسان مو غرق كړل چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي وو، بېشكه هغوى ړانده خلق وو (۶۴)
تفسیر
نو قوم یې دروغجن وګاڼه، او ایمان یې پرې رانه وړ، بلکې په خپل کفر پاتې شول، نو نوح -علیه السلام- دوی ته ښیراوې - بد دعایي- وکړه چې الله تعالی یې هلاک کړي، نو مونږ بچ کړو د غرقیدلو نه نوح -علیه السلام- او هغه کسان چې د هغه سره په کښتۍ کې وو د مومنانو څخه، او هلاک مو کړل په غرقیدلو سره هغه کسان چې نسبت د دروغو یې کړی و زمونږ آیتونو ته او په خپل دې دروغجن ګڼلو یې همیشوالی کړی و په رالیږل شوي طوفان سره په دوی باندې؛ دا سزا وه د دوی لپاره، یقینا خامخا د دوی زړونه د حق څخه په ړوندوالی کې وو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: