سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 69)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۶۹
أَوَعَجِبْتُمْ أَنْ جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِنْكُمْ لِيُنْذِرَكُمْ ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى په داسې سړي باندې چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي، او تاسو هغه وخت رایاد كړئ كله چې يې تاسو له نوح نه پس خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړئ او تاسو ته يې په تخلیق كې زیات فراخ والى دركړ، نو تاسو د الله نعمتونه یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ (۶۹)
تفسیر
آیا ستاسو تعجب او نا اشنا ګڼل د دې وجې نه راوپاریدل چې راغی تاسو ته پند (وحې) ستاسو د رب له طرفه په ژبه د یو سړي چې ستاسو له جنسه دی، د ملایکو او پیریانو له جنسه نه دی د دې لپاره چې تاسو وویروي؟! او ثنا بیان کړئ د خپل رب او د هغه شکر ادا کړئ په دې وجه چې تاسو ته یې په ځمکه کې ځای او طاقت درکړی، او تاسو یې خلیفګان (ځای ناستي) ګرځولي یاست، وروسته د نوح -علیه السلام- د قوم نه هغوی چې الله تعالی د هغوی د کفر په وجه هلاک کړي وو، او د الله تعالی شکر وباسئ چې تاسو ته یې غټ غټ بدنونه درکړي او قوت یې درکړی او د کلکو نیولو طاقت یې درکړی دی، او یاد کړئ پراخه نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې، امید دی چې تاسو به په خپل لټونکي شي باندې کامیاب شئ، او د کوم شي نه چې ویریږئ د هغه نه به بچ شئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: