بېشكه تاسو د شهوت (پوره كولو) لپاره سړیو ته ورځئ، په دې حال كې چې له ښځو بېلېږئ، بلكې تاسو له حد نه تېرېدونكى قوم یئ (۸۱)
تفسیر
یقینا تاسو راتلل کوئ نارینه و ته لپاره د پوره کولو د شهوت پرته له زنانه و څخه؛ هغوې چې پیداشوي د شهوت د پوره کولو لپاره، نو تاسو په خپل دې سپک او بد کار کې نه د عقل او نه د کوم دلیل او نه د فطرت تابعداري کوئ، بلکې تاسو تیریدونکی یاست د الله تعالی د پولو نه په وتلو ستاسو سره د انساني درمیانتوب نه، او دا ستاسو کوږوالی دی د هغه څه نه چې سالم عقلونه یې غوښتنه کوي، او پاک فطرتونه یې هم تقاضا کوي.