سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 82)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۸۲
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ
او د هغه د قوم (بل) جواب نه و سِوا له دې نه چې دا خلق له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځان ډېر پاك ساتي (۸۲)
تفسیر
او نه و جواب د قوم د هغه چې دې بدکارۍ لره کوونکي وو د هغه انکار د وجې نه چې په دوی باندې یې کړی وو مګر دا چې ویې ویل پداسې حال کې چې د حق نه مخ اړوونکي وو: وباسئ لوط او د هغه د کورنۍ د خپل کلي نه؛ یقینا دوی داسې خلک دی چې ځان ساتي زمونږ د دې کار نه، نو مونږ لره دا نه دي مناسب چې دوی دي زمونږ ترمنځ پاتي شي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: