سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 84)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۸۴
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا ۖ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ
او مونږ پر هغوى باندې ناشنا باران ووراوه، نو ته وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه و؟ (۸۴)
تفسیر
او راووراوه مونږ په دوی باندې غټ باران، داسې چې ومو ویشتل دوی د خټو په تیږو باندې، او کلی مو ورباندې نسکور کړ، نو وګرځاوه مونږ اوچت طرف د هغه لاندې، نو فکر او سوچ وکړه -ای پیغمبره- څرنګه و انجام د مجرمانو د لوط -علیه السلام- د قوم؟ نو یقینا د دوی اخرې انجام هلاکت او همیشنۍ شرمیندګي وه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: