سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 88)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۸۸

قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ 88 ٨٨

د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! خامخا لازمًا به مونږ تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه وباسو، یا به تاسو خامخا لازمًا زمونږ دین ته راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو (۸۸)

تفسیر
د شعيب له قومه هغو لويانو او مشرانو چې لويي يې کړې وه شعيب عليه السلام ته وويل: اې شعيبه! هرومرو به تا او هغه کسان چې ته يې رېښتينی بللی يې له خپل دغه کلي وباسو او يا دا چې زموږ دين ته را وګرځې، شعيب د تعجب او انکار په ډول ورته وويل: ايا موږ ستاسو د دين او ملت پيروي وکړو سره له دې چې موږ هغه نه خوښوو؛ نو بيا خو موږ د هغه څه پر بطلان پوه يو چې تاسې پرې ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ