سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 89)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۸۹

قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُمْ بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَعُودَ فِيهَا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ 89 ٨٩

یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې (۸۹)

تفسیر
که چېرته مونږ هم په هغه شرک او کفري عقیدي باور ولرو چې تاسو پرې یاست وروسته له دې چې الله تعالی ترې مونږ په خپل فضل سره ساتلي یو نو بیشکه مونږ به پر الله تعالی دروغ جوړ کړي وي، او زمونږ لپاره سمه نده چې ستاسو باطل دین ته دروګرځو مګر دا چې الله وغواړي چې هغه زمونږ رب دی، ځکه چې مونږ ټول د هغه د ارادې تابعدار یو، زمونږ رب په خپل علم سره هر شی احاطه کړی دی، چې هیڅ شی ورڅخه پټ نه پاتې کیږي، یواځې په الله تعالی مونږ باور کړی د دې لپاره چې مونږ په نیغه لار مضبوط کړي، او د دوزخ له لارې نه مو وساتي، ای زمونږه ربه! فیصله وکړه زمونږ او زمونږ د کافر قوم تر منځ په حقه سره، نو ته کامیاب کړه د حق والا مظلوم په سرکښه او ضدي ظالم باندې، نو ته چې یې -ای زمونږه ربه-! غوره فیصله کوونکی یې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ