سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۸

وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ ۚ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 8 ٨

او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي (۸)

تفسیر
او د عملونو تلل به د قیامت په ورځ په عدل سره وي هغه عدل چې هیڅ زیاتی او ظلم ورسره نه وي، نو د چاچې درنده وختله تله د نیکیو د بدیو په تلې باندې د تول په وخت کې نو خاص همدا هغه کسان دي چې کامیاب شوي په خپل مقصد باندې، او بچ پاتې شوي د هغه څه نه چې ویره ترې کیدلی شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ