سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 99)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۹۹
أَفَأَمِنُوا مَكْرَ اللَّهِ ۚ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ
ایا نو دوى د الله له مكر (پټ تدبير) نه بې وېرې دي، پس د الله له مكر نه يواځې تاواني خلق بې وېرې كېږي (۹۹)
تفسیر
وګورئ تاسې چې الله تعالی دوی ته څومره مهلت ورکړی و، او په دوی یې نعمتونه کړي وو د طاقت ورکولو نه او د پراخۍ د رزق نه لپاره د مهلت ورکولو د دوی؛ نو آیا په امن کې دي دا درواغ ګڼوونکي خلک د دې کلیو والاو نه د الله تعالی د عذاب او د هغه د پټ تدبیر نه؟ نو نه په امن کیږي د الله تعالی د عذاب نه مګر هلاک کیدونکي خلک، او هغوی چې توفیق ورته ورکړی شوی نو د الله تعالی د عذاب څخه ویریږي، نو نه دوکه کیږي په هغو نعمتونو چې په دوی باندې شوي، بلکې دوی دا په ځان باندې د الله تعالی احسان ګڼي، نو شکر یې ادا کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: