سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۹

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَظْلِمُونَ 9 ٩

او هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې سپك وختل، نو دغه خلق هغه دي چې دوى خپلو ځانونو ته تاوان رسولى دى، په سبب د دې چې دوى زمونږ له ایتونو سره ظلم كاوه (۹)

تفسیر
او د چاچې درنه شوه د تول په وخت تله د بدیو د نیکیو په تله باندې نو یقینا دا هغه کسان دي چې تاوان کې یې اچولي ځانونه خپل په وروستلو د هغې د هلاکت ځایونو ته د قیامت په ورځ، په سبب د انکار کولو د دوی د الله د آیتونو نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ