سورة المعارج (چړھیدونکي منډې)

سورة المعارج د قرآنکریم ۷۰ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۴۴ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې راتګ، د حقیقت نه منونکي خلکو ته خبرداری ورکوي، او د الله تعالی سره اطاعت کولو اهمیت ته اشاره کوي.

سوره المعارج (درجا)

همدارنګه پېژندل کېږي په نوم: سأل سائل (یو پوښتونکی وپوښتل), الواقع (واقعېدونکې)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ٤ i

70:۴

چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى (۴)

يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ ١١ i

70:۱۱

حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي (۱۱)

وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنْجِيهِ ١٤ i

70:۱۴

او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي (۱۴)

تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّىٰ ١٧ i

70:۱۷

دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي (۱۷)

وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا ٢١ i

70:۲۱

او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي (۲۱)

الَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ ٢٣ i

70:۲۳

هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي (۲۳)

وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ ٢٤ i

70:۲۴

او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده (۲۴)

وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ ٢٦ i

70:۲۶

او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي (۲۶)

وَالَّذِينَ هُمْ مِنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ ٢٧ i

70:۲۷

او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي (۲۷)

إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ ٢٨ i

70:۲۸

بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته (۲۸)

وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ٢٩ i

70:۲۹

او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي (۲۹)

إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ٣٠ i

70:۳۰

مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي (۳۰)

فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ٣١ i

70:۳۱

نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي (۳۱)

وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ٣٢ i

70:۳۲

او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي (۳۲)

وَالَّذِينَ هُمْ بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ ٣٣ i

70:۳۳

او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي (۳۳)

وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ٣٤ i

70:۳۴

او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي (۳۴)

فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ ٣٦ i

70:۳۶

نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي (۳۶)

أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ ٣٨ i

70:۳۸

ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟ (۳۸)

كَلَّا ۖ إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِمَّا يَعْلَمُونَ ٣٩ i

70:۳۹

هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني (۳۹)

فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ ٤٠ i

70:۴۰

نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو (۴۰)

عَلَىٰ أَنْ نُبَدِّلَ خَيْرًا مِنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ٤١ i

70:۴۱

په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو (۴۱)

فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّىٰ يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ ٤٢ i

70:۴۲

نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي۔ تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده (۴۲)

يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍ يُوفِضُونَ ٤٣ i

70:۴۳

هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي (۴۳)

خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۚ ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ ٤٤ i

70:۴۴

په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي۔، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده (۴۴)