سوره نوح (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




71 نوح(نوح)، آیت ۲۵

مِمَّا خَطِيئَاتِهِمْ أُغْرِقُوا فَأُدْخِلُوا نَارًا فَلَمْ يَجِدُوا لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْصَارًا 25 ٢٥

دوى د خپلو ګناهونو په سبب غرق (ډوب) كړِى شول، نو اور ته داخل كړى شول، نو دوى د خپلو ځانونو لپاره له الله نه غیر هېڅ مدد كوونكي ونه موندل (۲۵)

تفسیر
د خپلو هغو ګناهو له امله يې چې ترسره کړې يې وې په دنيا کې په طوفان سره ډوب کړای شول، او وروسته له مرګه يې سملاسي اور ته ننه اېستل شول؛ نو د الله پر وړاندې يې داسې مرستندويان ونه موندل چې له ډوبېدو او اوره يې وژغوري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ