سوره نوح (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




71 نوح(نوح)، آیت ۲۷

إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا 27 ٢٧

یقینًا ته كه دوى پرېږدې، نو دوى به ستا بنده ګان ګمراه كړي او دوى نه زېږوي مګر فاجر (بدكاره)، ډېر ناشكره (۲۷)

تفسیر
اې زموږ پالونکيه! بېشکه که ته هغوی پرېږدې او مهلت ورکړې ستا مؤمن بندګان به لارورکي کړي، او يوازې داسې خلک به وزيږوي چې فاجران دي ستا پيروي نه کوي او داسې سخت کافران چې ستا د نعمتونو شکر نه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ