سوره الجن (جِنات) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




72 الجن(الجن)، آیت ۱۴

وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ ۖ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولَٰئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا 14 ١٤

او دا چې بېشكه په مونږ كې ځینې مسلمانان دي او ځینې په مونږ كې ظالمان دي، نو هغه چې اسلام راوړي، نو دغو خلقو د نېغې لارې قصد (او طلب) وكړ (۱۴)

تفسیر
او دا چې له موږ ځينې الله ته په پيروۍ غاړه اېښودونکي مسلمانان دي، او ځينې له سمې او نېغې لارې ظالمان دي، نو چاچې الله ته په پيروۍ او نېک عمل غاړه کېښوده همدوی هغه کسان دي چې لارښوونه او سمه لار يې غوره کړې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ