او (بله وحي ما ته دا راغلې ده چې) كه دوى په نېغې لارې باندې سم ودرېږي (نو) مونږ به په دوى ډېرې اوبه وڅښوو (۱۶)
تفسیر
او لکه څنګه چې الله دا وحي ورته وکړه چې له پېريانو ځينې کسانو غوږ ونيوی، دا وحي يې هم ورته کړې وه چې که پېريان او انسانان د اسلام پر لار نېغ روان شي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، الله به هرومرو هغوی پر ډېرو اوبو خړوبه کړي، او په ډول ډول نعمتونو به يې مرسته وکړي.