سوره الجن (جِنات) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




72 الجن(الجن)، آیت ۱

قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا 1 ١

ته (دوى ته) ووایه چې ما ته وحي شوې ده چې بېشكه شان دا دى چې په پېریانو كې یو ټولي (ډلې) (زما قراءت) په غور سره واورېده، (نو كله چې خپل قوم ته لاړل)، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده (۱)

تفسیر
اې رسوله! خپل امت ته ووايه: الله راته وحي کړې ده چې زما د قرآن لوستلو ته په نخله (دیو ځای نوم دی) ناو کې يوې ډلې پېريانو غوږ ونيولو، کله چې هغوی خپل قوم ته ورغلل ويې ويل: پرته له شکه موږ يو داسې لوستل شوی کلام واورېدلو چې په بيان او فصاحت کې حيرانوونکی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ