سوره الجن (جِنات) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




72 الجن(الجن)، آیت ۲۸

لِيَعْلَمَ أَنْ قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا 28 ٢٨

د دې لپاره چې دى په دې پوه شي چې دوى د خپل رب پېغامونه رسولي دي۔ او ده په هغه څه احاطه كړې ده چې له دوى سره دى او ده هر شى ښه په شمېر سره ساتلى دى (۲۸)

تفسیر
په دې هيله چې استازی پوه شي چې رسولانو د هغه له لورې د خپل پالونکي هغه پيغامونه چې د رسولو امر يې ورته کړی و په سمه توګه رسولي دي ځکه الله پر هغو د پاملرنې له پلوه چاپېر دی، او الله پر هغه څه د پوهې له پلوه چاپېر دی چې له پرېښتو او رسولانو سره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هرڅه يې شمېرلي دي، نو له هغه پاک ذات څخه هيڅ هم نه پټيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ