سوره الجن (جِنات) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
72
الجن(الجن)، آیت ۵
وَأَنَّا ظَنَنَّا أَنْ لَنْ تَقُولَ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا
او یقینًا مونږ دا خیال كاوه چې په الله باندې به انسانان او پېریان هیڅكله دروغ ونه وايي (۵)
تفسیر
او موږ دا ګومان کړی و چې له انسانانو او پېريانو به مشرکان درواغ نه وايي کله چې هغوی دا ګومان کولو چې هغه (الله) لره مېرمن او زوی شته؛ نو موږ د هغوی په پيروي کولو سره د هغوی وينا رېښتينې وګڼله هغوی پسې په پټو سترګو لاړو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: