سوره الجن (جِنات) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




72 الجن(الجن)، آیت ۹

وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ۖ فَمَنْ يَسْتَمِعِ الْآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَصَدًا 9 ٩

او دا چې بېشكه مونږ به د اورېدلو لپاره له دې (اسمان) نه د كېناستو په ځایونو كې كېناستو، نو هغه څوك چې اوس غواړي چې واوري (نو) دى به د ځان لپاره د اور لمبه منتظره ومومي (۹)

تفسیر
او دا چې پخوا به موږ له آسمانه داسې ځايونه نيول چې له هغو به مو هغه څه ته غوږ نيولو چې پرېښتو سره ويل؛ نو د ځمکې کاهنان (غيب ویلو دعوه کوونکي) به مو پرې خبرول، او اوس حال بدلون موندلی، اوس چې له موږ څوک غوږ نيسي د هغه لپاره چمتو کړل شوی لمبه وهونکی اور مومي، کله چې ور نېږدې شي هغه اور پرې راخوشې کړل شي؛ نو ويې سوځوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ