سوره المدثر (نغاړل شوی)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ i
اى په جامه كې نغښتونكیه! (۱)
قُمْ فَأَنْذِرْ i
ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه (۲)
وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ i
او نو د خپل رب لويي بیانوه (۳)
وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ i
او نو خپلې جامې پاكې ساته (۴)
وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ i
او ګناه (او بتان) نو ترك كړه (۵)
وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ i
او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې (۶)
وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ i
او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه (۷)
فَإِذَا نُقِرَ فِي النَّاقُورِ i
نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي (۸)
فَذَٰلِكَ يَوْمَئِذٍ يَوْمٌ عَسِيرٌ i
نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده (۹)
عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ i
په كافرانو باندې اسانه نه ده (۱۰)
ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا i
ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى (۱۱)
وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا i
او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ (۱۲)
وَبَنِينَ شُهُودًا i
او زامن حاضر (باشه) (۱۳)
وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا i
او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي (۱۴)
ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ i
بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم (۱۵)
كَلَّا ۖ إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا i
هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و (۱۶)
سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا i
ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم (۱۷)
إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ i
بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه (۱۸)
فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ i
پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟ (۱۹)
ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ i
بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه (۲۰)
ثُمَّ نَظَرَ i
بیا يې وكتل (۲۱)
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ i
بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ (۲۲)
ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ i
بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه (۲۳)
فَقَالَ إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ i
نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي (۲۴)
إِنْ هَٰذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ i
نه دى دا مګر د انسان قول (۲۵)
سَأُصْلِيهِ سَقَرَ i
ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم (۲۶)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ i
او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى (۲۷)
لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ i
دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي (۲۸)
لَوَّاحَةٌ لِلْبَشَرِ i
انسان لره ډېر سوځوونكى دى (۲۹)
عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ i
په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي (۳۰)
وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً ۙ وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا ۙ وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ ۙ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْبَشَرِ i
او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند) (۳۱)
كَلَّا وَالْقَمَرِ i
هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ (۳۲)
وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ i
او په شپې باندې كله چې شا كړي (۳۳)
وَالصُّبْحِ إِذَا أَسْفَرَ i
او په سبا باندې كله چې روښانه شي (۳۴)
إِنَّهَا لَإِحْدَى الْكُبَرِ i
بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى (۳۵)
نَذِيرًا لِلْبَشَرِ i
چې انسان لره وېروونكى دى (۳۶)
لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ i
هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي (۳۷)
كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ i
هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي (۳۸)
إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ i
غیر له ښي اړخ والاو نه (۳۹)
فِي جَنَّاتٍ يَتَسَاءَلُونَ i
(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي (۴۰)
عَنِ الْمُجْرِمِينَ i
د مجرمانو (كافرانو) په باره كې (۴۱)
مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ i
(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟ (۴۲)
قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ i
دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو (۴۳)
وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ i
او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه (۴۴)
وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ i
او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو (۴۵)
وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ i
او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله (۴۶)
حَتَّىٰ أَتَانَا الْيَقِينُ i
تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى (۴۷)
فَمَا تَنْفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ i
نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي (۴۸)
فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ i
نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي (۴۹)
كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُسْتَنْفِرَةٌ i
ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي (۵۰)
فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ i
چې له زمري نه تښتي (۵۱)
بَلْ يُرِيدُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُؤْتَىٰ صُحُفًا مُنَشَّرَةً i
بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي (۵۲)
كَلَّا ۖ بَلْ لَا يَخَافُونَ الْآخِرَةَ i
هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي (۵۳)
كَلَّا إِنَّهُ تَذْكِرَةٌ i
هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى (۵۴)
فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ i
نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي (۵۵)
وَمَا يَذْكُرُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ۚ هُوَ أَهْلُ التَّقْوَىٰ وَأَهْلُ الْمَغْفِرَةِ i
او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى (۵۶)