او دوى ته به د خپل صبر په سبب جنت او ورېښم په بدل كې وركړي (۱۲)
تفسیر
او الله به هغوی ته بدله ورکړي، له دې امله چې هغوی پرطاعاتو صبر کړی، د الله پر هغه څه چې په تقدیر کې یې ورته لیکلي صبر کړی او له ګناهونو يې صبر کړی، داسې جنت به ورکړي چې خوندونه به پکې اخلي او داسې ورېښمينې جوړې چې اغوندي به يې.