سوره الإنسان (انسان) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




76 الإنسان(الإنسان)، آیت ۱۴

وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا 14 ١٤

په داسې حال كې چې په دوى باندې به د دغه (جنت د ونو) سیورى نژدې وي او د هغه د مېوو شوكول به مُسخَّر (راټیټ) كړى شوي وي، مُسخركېدل (۱۴)

تفسیر
د هغو سيوری به ورته نېږدې وي، او مېوې به يې د هغه چا لپاره اېل کړل شوې وي چې ترې خوري يې، نو په آسانۍ او سهولت به يې ترې خوري، په داسې ډول چې څنګ وهونکی، ناست او ولاړ به يې ترې خوړلای شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ