سوره الإنسان (انسان) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




76 الإنسان(الإنسان)، آیت ۳۱

يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ ۚ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا 31 ٣١

چا ته چې وغواړي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمان (كافران) چې دي هغهٔ، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى (۳۱)

تفسیر
له بندګانو يې چې چاته خوښه شي په خپله لورېينه کې يې داخلوي، نو د ايمان او نېک عمل توفيق ورکوي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو د ظلم کوونکو لپاره يې په آخرت کې دردوونکی عذاب چمتو کړی او هغه د اور عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ