سوره المرسلات (استول شوي)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا i
77:۱قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي! (۱)
فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا i
77:۲بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل (۲)
وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا i
77:۳او په خورونكو بادونو باندې، خورول (۳)
فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا i
77:۴بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول (۴)
فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا i
77:۵بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي (۵)
عُذْرًا أَوْ نُذْرًا i
77:۶د عذر لپاره او وېرولو لپاره (۶)
إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ i
77:۷بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده (۷)
فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ i
77:۸نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي (۸)
وَإِذَا السَّمَاءُ فُرِجَتْ i
77:۹او كله چې اسمان څیرې كړى شي (۹)
وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ i
77:۱۰او كله چې غرونه والوزول شي (۱۰)
وَإِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ i
77:۱۱او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي (۱۱)
لِأَيِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ i
77:۱۲د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟ (۱۲)
لِيَوْمِ الْفَصْلِ i
77:۱۳د فیصلې د ورځې لپاره (۱۳)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الْفَصْلِ i
77:۱۴او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده (۱۴)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۱۵د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى (۱۵)
أَلَمْ نُهْلِكِ الْأَوَّلِينَ i
77:۱۶ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي (۱۶)
ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِينَ i
77:۱۷بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو (۱۷)
كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ i
77:۱۸همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو (۱۸)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۱۹په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى (۱۹)
أَلَمْ نَخْلُقْكُمْ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ i
77:۲۰ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي (۲۰)
فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَكِينٍ i
77:۲۱پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې (۲۱)
إِلَىٰ قَدَرٍ مَعْلُومٍ i
77:۲۲تر مقررې نېټې (اندازې) پورې (۲۲)
فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ i
77:۲۳نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو (۲۳)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۲۴په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۲۴)
أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا i
77:۲۵ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې (۲۵)
أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا i
77:۲۶ژوندیو لره او مړیو لره (۲۶)
وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ شَامِخَاتٍ وَأَسْقَيْنَاكُمْ مَاءً فُرَاتًا i
77:۲۷او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي (۲۷)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۲۸په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۲۸)
انْطَلِقُوا إِلَىٰ مَا كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ i
77:۲۹تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه (۲۹)
انْطَلِقُوا إِلَىٰ ظِلٍّ ذِي ثَلَاثِ شُعَبٍ i
77:۳۰تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى (۳۰)
لَا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِي مِنَ اللَّهَبِ i
77:۳۱چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي (۳۱)
إِنَّهَا تَرْمِي بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ i
77:۳۲بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ (۳۲)
كَأَنَّهُ جِمَالَتٌ صُفْرٌ i
77:۳۳ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي (۳۳)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۳۴په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۳۴)
هَٰذَا يَوْمُ لَا يَنْطِقُونَ i
77:۳۵دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى (۳۵)
وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ i
77:۳۶او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي (۳۶)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۳۷په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۳۷)
هَٰذَا يَوْمُ الْفَصْلِ ۖ جَمَعْنَاكُمْ وَالْأَوَّلِينَ i
77:۳۸دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي (۳۸)
فَإِنْ كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِ i
77:۳۹نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ (۳۹)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۴۰په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۴۰)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ i
77:۴۱یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي (۴۱)
وَفَوَاكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ i
77:۴۲او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي (۴۲)
كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ i
77:۴۳(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول (۴۳)
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ i
77:۴۴بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو (۴۴)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۴۵په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى (۴۵)
كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُمْ مُجْرِمُونَ i
77:۴۶تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه۔، بېشكه تاسو مجرمان یئ (۴۶)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۴۷په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده (۴۷)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ i
77:۴۸او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي (۴۸)
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ i
77:۴۹په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى (۴۹)
فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ i
77:۵۰نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟ (۵۰)