سوره النازعات (راایستونکي)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا i
قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل (۱)
وَالنَّاشِطَاتِ نَشْطًا i
او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل (۲)
وَالسَّابِحَاتِ سَبْحًا i
او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل (۳)
فَالسَّابِقَاتِ سَبْقًا i
پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل (۴)
فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا i
بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ) (۵)
يَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ i
په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي (۶)
تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ i
په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې (۷)
قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ i
(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي (۸)
أَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ i
د دغو سترګې به ښكته وي (۹)
يَقُولُونَ أَإِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِي الْحَافِرَةِ i
دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟) (۱۰)
أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا نَخِرَةً i
ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو (۱۱)
قَالُوا تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ i
دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي (۱۲)
فَإِنَّمَا هِيَ زَجْرَةٌ وَاحِدَةٌ i
پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده (۱۳)
فَإِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ i
نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي (۱۴)
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ i
ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده (۱۵)
إِذْ نَادَاهُ رَبُّهُ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى i
كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ (۱۶)
اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ i
ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده (۱۷)
فَقُلْ هَلْ لَكَ إِلَىٰ أَنْ تَزَكَّىٰ i
نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې (۱۸)
وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ i
او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې (۱۹)
فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَىٰ i
نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله (۲۰)
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ i
نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه (۲۱)
ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰ i
بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ (۲۲)
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ i
نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ (۲۳)
فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَىٰ i
نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب) (۲۴)
فَأَخَذَهُ اللَّهُ نَكَالَ الْآخِرَةِ وَالْأُولَىٰ i
نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره (۲۵)
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِمَنْ يَخْشَىٰ i
بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي (۲۶)
أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا i
ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى (۲۷)
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا i
د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى (۲۸)
وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا i
او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده (۲۹)
وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَاهَا i
او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده (۳۰)
أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا i
ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي (۳۱)
وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا i
او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي (۳۲)
مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ i
ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره (۳۳)
فَإِذَا جَاءَتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَىٰ i
نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي (۳۴)
يَوْمَ يَتَذَكَّرُ الْإِنْسَانُ مَا سَعَىٰ i
په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي (۳۵)
وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِمَنْ يَرَىٰ i
او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني (۳۶)
فَأَمَّا مَنْ طَغَىٰ i
نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي (۳۷)
وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا i
او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي (۳۸)
فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَىٰ i
نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده (۳۹)
وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَىٰ i
او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي (۴۰)
يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا i
(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي (۴۲)
فِيمَ أَنْتَ مِنْ ذِكْرَاهَا i
ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې (۴۳)
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنْتَهَاهَا i
خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده (۴۴)
إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرُ مَنْ يَخْشَاهَا i
بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي (۴۵)
كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا i
ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت (۴۶)