سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۱۱

إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ 11 ١١

كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن لپاره، او پر تاسو باندې يې له اسمانه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي (۱۱)

تفسیر
او یاد کړئ -ای مومنانو-! کله چې الله تعالی په تاسو باندې پرکالي اچوله لپاره د امن د هغې ویرې د وجې نه چې تاسو ته رسیدلی وه ستاسو د دښمن نه، او رالیږه یې په تاسو باران دبره نه؛ د دې لپاره چې تاسو پاک کړي د بې اودسۍ نه (پلیتۍ نه)، او د دې لپاره چې لرې کړي ستاسو نه وسوسې د شیطان، او د دې لپاره چې مضبوط کړي په دې سره زړونه ستاسو؛ عاقبت دادی چې ستاسو بدنونه به دښمن سره د مخامخ کیدو په وخت کې کلک شي، او د دې لپاره چې کلک شي په دې باران سره قدمونه په سختوالي د شګلوړې ځمکې سره تردې چې قدمونه (پښې) پکې خویه نشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ