نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه د خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۱۷)
تفسیر
نو نه دي وژلي -ای مومنانو- د بدر د جنګ په ورځ تاسو مشرکینو لره ستاسو په طاقت او قوت سره، بلکې الله تعالی ستاسو سره په دې کې مرسته او مدد کړی دی، او تا مشرکان و نه وېشتل -ای پیغمبره- کله چې دې ویشتل هغوی، بلکې الله تعالی هغه ذات دی چې هغوی يې وویشتل کله چې ستا ګذار یې هغوی ته ورساوه، نو عاقبت دا دی چې امتحان به وکړي الله تعالی په مومنانو د هغو نعمتونو په وجه چې په دوی یې کړي لکه کامیابول د هغوی په خپل دښمن باندې سره لدې نه چې دوی پکې و د کموالي د عدد او د تیاریو نه د دې لپاره چې د الله تعالی شکر ادا کړي، بیشکه الله تعالی اوریدونکی دی ستاسو دعاوو او ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په عملونو، او په هغه څه چې ستاسو په هغه کې خیر وي.