دا (احسان لازم و) او دا چې بېشكه الله د كافرانو چلونو (سازشونو) لره ضعيفه كوونكى دى (۱۸)
تفسیر
دا چې بیان شو د وژلو د مشرکینو نه، او ویشتل د هغوی تر دې چې ناکام شول او په شا وتختیدل، او ښېګڼه کول د مومنانو سره په کامیابولو د دوی په خپل دښمن باندې؛ دا ټول د الله تعالی له طرفه وو، او بیشکه الله تعالی کمزوری کوونکی دی چل ول د کافرانو لره؛ هغوی چې اسلام ته چلونه جوړوي.