دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او د رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ (۱)
تفسیر
ستا ملګري ستا څخه پوښتنه کوي -ای پیغمبره- د غنیمتونو باره کې چې څرنګه به یې تقسیموي؟ او په چا به یې تقسیموي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره- د دوی دسوال جواب ورکړه: غنیمتونه الله تعالی او د هغه پیغمبر لره دي، او د هغه د ویشلو حکم هم د الله تعالی او د هغه د رسول په واک دی، نو په تاسو ندي لازم مګر غاړه کیښودل او تسلیمیدل، نو تاسو د الله تعالی نه وویریږئ -ای مومنانو- په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او جوړ کړئ هغه چې ستاسو تر منځ وي د یو بل سره جداوالی او یا یو بل ته شا ګرځول په مینه کولو او تګ راتګ او په خایسته اخلاقو او بخښنې سره، او په ځان باندې لازم کړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعداري که چیرته تاسو په ریښتیا سره مومنان یاست؛ ځکه چې ایمان د نیکۍ په کولو او د بدیو نه د لرې کیدلو باعث کیږي، او دا پوښتنه د بدر له غزا نه وروسته شوې وه.