او كه چېرې الله ته په دوى كې څه خیر (انابت) معلوم وَى (، نو) خامخا به يې دوى ته اورولي وَى او كه چېرې دوى ته يې (له انابته بغير) اورولي وَى، نو دوى به خامخا ګرځېدلي وو، په دې حال كې چې دوي به اعراض كوونكي وو (۲۳)
تفسیر
او که چیرته الله تعالی دا ګڼلې وای چې په دې دروغ ګڼونکو مشرکینو کې خیر شته نو خامخا به يې دوی ته اورول کړی وی داسې اورول چې دوی پرې فایده اخیستلې وی، او د دې په وجه دوی په دلیلونو او معجزو پوهه شوي وی، خو لیکن الله تعالی پوهیږي چې په دوی کې خیر نشته، او که چیرته الله پاک دوی ته دا اورولی وی -فرضا- نو خامخا دوی به د حسد له وجې نه د ایمان نه مخ اړولی و، او حال دا چې دوی مخ اړوونکي دي.