سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۲۴

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ 24 ٢٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه په مینځ كې حايل (ركاوټ) كېږي او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ (۲۴)

تفسیر
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، ومنئ حکم د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په غاړه کېښودلو سره د هغوی امرونو ته او په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې هغوی ترې منعه کړې ده، کله چې راوبلي تاسو هغه څه ته چې په هغه کې ستاسو زندګي وي د حق نه، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هر یو شي باندې، نو هغه په دې هم قادر دی چې پرده واچوي ستاسو او د حق د قبلولو تر منځ کله چې تاسو دا وغواړئ وروسته لدې نه چې تاسو دا رد کړی دی، نو تاسو بیړه وکړئ دې ته، او پوهه شئ چې بیشکه تاسو به یوازې الله تعالی ته ورجمع کیږئ د قیامت په ورځ، نو تاسو لره به سزا درکوي ستاسو په هغو عملونو چې تاسو په دنیا کې کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ