سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۲۵

وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 25 ٢٥

اوتاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى (۲۵)

تفسیر
او ځان وساتئ -ای مومنانو- د هغه عذاب نه چې په تاسو کې یوازې ګناهګار ته نه رسیږي، بلکې ګناهګار او غیر ګناهګار ټولو ته رسیږي، او دا هغه وخت چې کله ظلم ډير شي نو څوک يې نه بدلوي (نه بندوي)، او یقین وکړئ چې بیشکه الله تعالی سخت عذاب والا دی هغه چا ته چې نافرماني يې کوي؛ نو د هغه د نافرمانۍ څخه ځان وساتئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ