سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۲۶

وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 26 ٢٦

او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكېزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ (۲۶)

تفسیر
او یاد کړئ -ای مومنانو- کله چې تاسې په مکه کې د لږ تعداد والا وئ، کمزوري ګڼلئ تاسې د مکې والاو، او په تاسو به يې زرو زیاتی کاوه، تاسو ویریدلئ لدې نه چې ستاسو دښمنان به تاسو په تلوار سره راونیسي، نو الله تعالی تاسو جمع کړئ داسې یوځای ته چې تاسو هغه ته پناه وړله چې هغه مدینه وه، او ستاسو مرسته يې وکړه ستاسو په کامیابولو سره ستاسو په دښمنانو باندې د جنګ په ځایونو کې لکه د بدر مقام، او تاسې لره يې روزي درکړه، د بیلګي په توګه هغه غنیمتونه چې تاسو د بدر په جنګ د خپلو دښمنانو څخه واخیستل، د دې لپاره چې د الله تعالی شکر ادا کړئ د هغه په نعمتونو، نو هغه به يې تاسو لره زیات کړي، او تاسو د هغې ناشکري مه کوئ نو ستاسو څخه به يې واخلي، او عذاب به درله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ