اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ (۲۷)
تفسیر
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، خیانت مه کوئ د الله تعالی او د پیغمبر سره په پریښودلو د عملي کولو د اوامر د هغوی او په ځان نه ساتلو د هغو له منهیاتو څخه، او تاسو خیانت مه کوئ په هغه څه کې چې تاسو پرې امانت دار ټاکل شوي یاست د دین او نورو شیانو نه، او حال دا چې تاسو پوهیږئ چې بیشکه چې تاسو چې کوم کار کوئ دا خیانت دی؛ نو تاسو به د خیانت ګرو څخه شئ.