اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى (۲۹)
تفسیر
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، پوه شئ چې بیشکه که تاسو د الله تعالی څخه وویریږئ داسې چې د هغه حکمونه ومنئ او د هغه له نواهیو څخه ځان وژغورئ نو دربه کړي تاسو ته هغه څه چې تاسو پرې د حق او باطل ترمنځ فرق کولی شئ، نو په تاسو به دواړه نه ګډوډ کیږي، او لرې به کړي ستاسو نه هغه ګناهونه چې تاسو کړي، او ستاسو واړه ګناهونه به هم دروبخښي، او بیشکه الله تعالی د لوی فضل والا دی، او د هغه د لوی فضل څخه هغه جنتونه دي چې د خپلو پرهیزګارانو بندګانو لپاره يې تیار کړي دي.