سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۳۰

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ 30 ٣٠

او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله ترټولو بهتر تدبیر كوونكى دى (۳۰)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې جرګې کولې ستا په خلاف مشرکینو د دې لپاره چې تاته چل جوړ کړي ستاسو په بندي کولو او یا په وژلو او ستا په شړلو سره ستا له ښار نه بل ښار ته، او تا ته يې چلونه جوړول او الله تعالی د هغوی چلونه په هغوی باندې راګرځوي، او الله تعالی تدبیر جوړوي، او هغه غوره له تدبیر جوړوونکو څخه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ