سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۳۸

قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَنْتَهُوا يُغْفَرْ لَهُمْ مَا قَدْ سَلَفَ وَإِنْ يَعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ 38 ٣٨

ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې شوي دي او كه چېرې دوى راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلق طریقه (سنت) تېره شوې ده (۳۸)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- هغو کسانو ته چې کفر یې کړي په الله تعالی او د هغه په پیغمبر ستا د قوم نه: که چیرته بند شي دوی دخپل کفر نه په الله تعالی او د هغه په پیغمبر، او د بندولو د دوی د لارې د الله تعالی نه هغه چا لره چې ایمان يې پرې راوړی؛ وبه بخښي دوی ته الله تعالی هغه ګناهونه چې دوی کړي، نو اسلام چې دی ختموي هغه ګناهونه چې مخکې چا کړي وي، او که چیرته دوی راوګرځي خپل کفر ته نو بیشکه تیره شوې طریقه د الله تعالی په پخوانیو خلکو کې هغه داسې وه چې کله دوی نسبت د دروغو کړی و او په دې یې همیشوالی کړی و په تلوار سره يې ورته سزا ورکړې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ