سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۳۹

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 39 ٣٩

او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پوري چې فتنه پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى منع شي، نو بېشكه الله په هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى (۳۹)

تفسیر
او جنګ وکړئ -ای مومنانو- ستاسو د دښمنانو سره د کافرانو نه تر دې چې پاتي نشي شرک او نه بندول مسلمانانو لره د الله تعالی د دین نه، او شي دین او تابعداري خاص الله تعالی ته چې هیڅ شریک ورله پکې نه وي، نو که چیرته کافران بند شول د هغه شرک او بندولو د الله تعالی د لارې نه نو بیا دوی پریږدئ، نو بیشکه الله تعالی خبردار دی د دوی په عملونو، پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې هیڅ یو پټ شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ