او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې واخلئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو، او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره۔، كه چېرې یئ تاسو چې په الله ایمان لرئ او په هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله مخامخ شوې۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۴۱)
تفسیر
پوه شئ -ای مومنانو-بیشکه هغه څه چې تاسو د الله تعالی په لار کې په جهاد باندې د کافرانو څخه په زوره واخیست، نو دا به پنځه برخې کیږي؛ څلور برخې یې په مجاهدینو ویشل کېږي او پنځمه برخه چې پاتې شوه هغه به بیا پنځه برخې کیږې یوه برخه به یې د الله او د رسول لپاره وي هغه به د مسلمانانو په عمومي فايدو کې مصرفیږي، او یوه برخه به یې د نبي-صلی الله علیه وسلم-د خپلوانو لپاره وي چې هغه د هاشم او د مطلب اولاده ده او بله برخه به د یتیمانو لپاره وي او بله برخه به د فقیرانو او مسکینانو وي او بله برخه به د هغه مسافرو لپاره وي چې لارې پرې پرې شوي، که چېرې پر الله تعالی او پر هغه څه چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې د بدر په ورځ نازل کړي باور لرئ چې په دغه ورځ یې د حق او باطل تر منځ جدایې راوستې وه هغه وخت چې الله تاسو سره د دښمن په مقابل کې مرسته وکړه، دغه الله چې تاسو سره یې مرسته کړې وه پر هر څه قدرت لري.