سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۴۸

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ ۚ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ 48 ٤٨

او (یاد كړئ) هغه وخت چې شیطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته كړل او ويې ويل: نن ورځ پر تاسو باندې له خلقو څخه هیڅوك غالب راتلونكى نشته او بېشكه زه ستاسو ساتونكى یم، نو كله چې دواړه ډلې یو تربله مخامخ شوې، بېرته په منډه په شا لاړ او ويې ويل: بېشكه زه له تاسو بېزاره یم، بېشكه زه هغه څه وینم چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه زه له الله څخه وېرېږم او الله ډېر سخت عذاب والا دى (۴۸)

تفسیر
رایاد کړئ -ای مومنانو-د الله تعالی د نعمتونو نه په تاسو کله چې ښايسته کړي وو شیطان کافرو ته بد عملونه د هغوی او رازړور کړي یې وو په جنګ د مسلمانانو او ویلي یې وو ورته چې نشته نن ورځ په تاسو باندې څوک زورور او زه هم ستاسو مرستندوی او پناه درکوونکی یم د دښمن څخه، کله چې مخامخ شوې هغه دوه ډلې، د مومنانو له ډلې سره ملايکو مرسته کوله او د مشرکینو ډلې سره هغه شیطان وو چې ضرور یې وشرمول، شیطان شا واړوله په تیښته او ویې ویل بیشکه زه بیزاره یم د ستاسو نه یقینا زه هغه ملايک ګورم، کوم چې د مؤمنانو د مدد لپاره راغلي، بیشکه زه ویریږم په هلاکت خپل، او الله تعالی سخت عذاب ورکولو والا ذات دی او د هغه د عذاب توان هېڅوک نلري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ