سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۴۹

إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَٰؤُلَاءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 49 ٤٩

كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۴۹)

تفسیر
رایادکړئ کله چې ویلي وو منافقانو او ضعیفه مؤمنانو:دوکه کړي دې مسلمانانولره دین ددوی هغه چې وعده کوي د دوی سره په مدد په خلاف د دښمن د دوی سره د لږوالي د عدد او د کمزورو وسايلو او سره د ډیروالي د دښمن په تعداد کې او سره د مضبوطو مهماتو د هغوی او په دې نه دي پوه دا کافر بیشکه د چا چې بروسه وي په یو الله او کلک باور لري د الله تعالی په هغه وعده د مدد چې د ده سره یې کړېده چې یقینا الله دده مدد کوونکی دی او هیڅکله به ونه شرموي هغه لره هر څومره چې هغه کمزوری وي الله زورور دی هیڅوک ورباندې زورور نشته او حکمت والا ذات دی پخپله فیصله او شریعت کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ