همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى (۴)
تفسیر
دغه کسان چې دا صفتونه لري همدوی په حقه سره مومنان دي؛ ځکه چې دوی په ځان کې د ایمان او د اسلام ظاهري خصلتونه راجمع کړي، او د دوی بدلې د الله تعالی سره لویې مرتبې دي، او بخښنه ده د دوی ګناهونو لره او د عزت والا رزق دی، او دا هغه څه دي چې الله تعالی دوی ته د نعمتونو څخه تیار کړي دي.