لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى (۵۲)
تفسیر
او دا عذاب یواځې ددې کافرو پورې ځانګړی نه و، بلکه دا د الله تعالی روانه طریقه ده د ټولو کافرو سره په هر وخت او هرځای کې، په تحقیق سره رسیدلای و دغسې عذاب فرعونیانو ته او هغه امتونو ته چې پخوا د هغوی څخه وو کله یې چې د الله تعالی په آیتونو کفر کړی وو رانیولي وو الله په سبب د ګناهونو د هغوی نیول د زورور او باقدرته ذات، الله ورباندې خپل عذاب نازل کړی و، بیشکه الله قوي دی څوک ورباندې زورورکیدای نه شي او څوک ورباندې قوي کیدای نه شي، سخت عذاب ورکولو والا ذات دی هغه چاته چې نافرماني کړیده.