هغه كسان چې تا له دوى سره معاهده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپله عهد (تړون) ماتوي او دوى نه وېرېږي (۵۶)
تفسیر
هغه کسان چې غوټه شوي وو د هغوی سره لوظونه اوکلکې وعدې لکه-بنو قریظه-بیا به یې ماتول خپل لوظونه بار بار او د الله تعالی څخه نه بیریدل نو پخپلو وعدو یې پوره والی هم نه کاوه اوضروري یې نه ګڼلې هغه کلکې وعدې چې ورڅخه اخیستل شوې وې.