او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى (۵۹)
تفسیر
ګمان دې نه کوي کافران چې بیشکه دوی خلاص شول د الله تعالی د عذاب نه او یا یې اړولی دی هغې لره، یقینا دوی نه ورڅخه خلاصیدای شي او نه یې د ځانه څخه اړولای شي، بلکه دوی ته رسیدلای او ورپورې نښتی.