سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۵

كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ 5 ٥

لكه څنګه چې ته خپل رب له خپله كوره په حقه سره راوېستلى وې، او بېشكه یوه ډله له مومنانو څخه خامخا بدګڼونكې وه (په دې كار ناخوښه وو) (۵)

تفسیر
لکه څرنګه چې الله تعالی ستاسو نه د غنیمتونو د تقسیم واک واخیستلو وروسته د اختلاف او جګړي ستاسو نه د دې په تقسیم کې، او د دې د ویشلو واک او اختیار یې خپل ځان او د هغه پیغمبر ته ورکړ، همدا رنګه ستا رب امر کړی -ای پیغمبره- په وتلو سره د مدینې څخه د مشرکانو د مخامخ کیدلو لپاره په هغې وحې سره چې په تا یې رالیږلې، سره د بد ګڼلو د يوې ډلې د مومنانو څخه دې وتلو لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ