د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه لپاره دې بندیان وي، تر هغه چې وینې توئ كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۶۷)
تفسیر
نه دي مناسب پیغمبر لره چې وي دې د هغه لپاره بندیان د هغه کافرو نه چې جنګیدل د هغه سره، تردې چې په هغوی کې قتل ډیر کړي ددې لپاره چې په زړونو کې یې ویره راشي، چې بیا د پیغمبر جنګ ته زړه ښه نه کړي تاسواراده لرئ-ای مومنانو-په نیولو د بندیانو د بدر چې فدیه ترې واخلئ، او الله د آخرت اراده لري چې هغه د دین سره په مرستې کولو او پیاوړي کولو سره لاس ته راځي او الله زورور دی په ذات اوصفاتو او غلبه کې، هیڅوک ورباندې برلاسی کیدای نه شي او حکمت والا دی پخپله اندازه او پخپل شریعت کې.